غزل

چې مې زړه د مال او ملک په هوا نه ولاړ

Khushal Khan Khattak

چې مې زړه د مال او ملک په هوا نه ولاړ

که په کښيلو پسې لاړ شو ښه چې ښه ولاړ

عقل و هوش صبر و آرام ورپاتې نه شي

د هر چا چې په دلبرو پسې زړه ولاړ

هر چې خوږ د کښلي مخ په مينه نه وي

د جهان په مخ اوده راغی، اوده ولاړ

هم مې زړه په غمزه وړي، هم ځان نادان کا

راته وايي وايه بيا دې زړه په څه ولاړ

محبت د کښلي مخ زما په زړه کې

باور وکړه لکه اور په وچ واښه ولاړ

د هجران په شپه يې درست ټوکر ټوکر شو

په ژړا ژړا مې زړه تر دوه لېمه ولاړ

هغه يار راڅخه وايې هر گز نه و

هيڅ مې نه زده کا همېش راسره وه ولاړ

هر زمان به يې شا راته په ماڼې وه

يوه ورځ بې غمه نه و، تل تل ته ولاړ

د بڼو ناوک يې ښه شو چې پڅ نه شو

پورې و ورې مې تر زړه هسې تېره ولاړ

نور به بيا په بېرته راته شي خوشاله!

گذشته عمر په څو لکه اوبه ولاړ