غزل

چې نظر کړم په قسمت او په نصيب

رحمان بابا

چې نظر کړم په قسمت او په نصيب

راته هېڅ شي خپل تالاش او خپل ترتيب

مگر خود په خپله خدای د چا طبيب شي

گڼه نشته په جهان کې بل طبيب

راڅرگند دی سود و زيان د رقيبانو

که خدای نه کاندي خپل يار د چا رقيب

چې خپل يار د چا رقيب شي دليل دادی

لکه څوک چې په وطن کې شي غريب

چې غريب شي په وطن کې فرق يې نه وي

که فرسنگ يې وي تر ميانه که جريب

ما په عشق کې هېڅ حاصل نه کړه بې غمه

هر چې وايي واړه ښه وايي اديب

دښمن هم د سړي کله کله دوست شي

دوستي نه کا له رحمان سره حبيب