غزل
چې په خپل عيب بينا شي
خوشحال خان خټکچې په خپل عيب بينا شي
سړی هاله درست دانا شي
ناداني يې پټه نه ده
چې له ځانه يې ثنا شي
د بلا اندوه به نه کا
چې له خدای سره اشنا شي
په دنيا به دين حاصل کا
چې خبر په (لن تنا) شي
په جهان باور پيدا کا
چې رښتينې يې وينا شي
چې غنې په قناعت شي
له هر چا يې استغنا شي
ابدي ژوندون به خپل کا
چې خوشال غوندې فنا شي