غزل

چې په خپل عيب بينا شي

Khushal Khan Khattak

چې په خپل عيب بينا شي

سړی هاله درست دانا شي

ناداني يې پټه نه ده

چې له ځانه يې ثنا شي

د بلا اندوه به نه کا

چې له خدای سره اشنا شي

په دنيا به دين حاصل کا

چې خبر په (لن تنا) شي

په جهان باور پيدا کا

چې رښتينې يې وينا شي

چې غنې په قناعت شي

له هر چا يې استغنا شي

ابدي ژوندون به خپل کا

چې خوشال غوندې فنا شي