غزل
چې په نور څه پورې زړه تړې بې خدايه
رحمان باباچې په نور څه پورې زړه تړې بې خدايه
څه دې زده چې دا په ځای کړې که بې ځايه
دا خو نشته چې به تل تر تله پايې
که بيا پايې خو تر سلو کالو پايه
که دې سل کاله شي عمر خو به تېر شي
دغه پسه به بيا څه کړې راته وايه
سم د لاسه چارې نه شي مرد هغه دی
چې بيدار وي و غليم وته له ورايه
ته په اصل کې سړی يې څاوری نه يې
د چارپايو چارې مه کوه دوپايه
مرتبه به دې د مچ او د مېږي شي
زړه په غوړو غوښ مه تړه همايه
موړ به نه شې په حرص بې نافعته
ای په تخت د اورنگ زېب ناسته گدايه
وړاندې سرای لره تو ښه تړه رحمانه!
څو سفر دې کړی نه دی له دې سرايه