غزل

چې په سب د ابوبکر، د عمر دي

خوشحال خان خټک

چې په سب د ابوبکر، د عمر دي

که په خوله کلمه لولي هم کافر دي

د هغو په مرگ ثواب گټلی بويه

چې بد گوی د ذی النورين و د حيدر دي

رافضي، خارجي دواړه باور وکړه

تر سگانو، تر کوسانو لا بتر دي

تر مهدي پورې يوولس دي يا دولس

چې همه زويه نمسي د پيغمبر دي

همه واړه امامان وو دخپل دور

همه واړه د دنيا، د دين سرور دي

له اوله تر اخره که گروهېږې

دبتول اولاد مې واړه نور بصر دي

چې دوستي يې د سيد نه وي په زړه کې

دهغو سړيو تل خاورې په سر دي

تر هلال او تر بلال يې صدقه شم

لا رانجه مې د پله د پله خاورې د بوذر دي

په سرو زروکې کمی د قدر نشته

صحابي د پيغمبر واړه سره زر دي

زه خوشال خټک هغه سني مذهب يم

چې ياران راباندې واړه برابر دي