غزل

چې په زور ور سره نه يې برابر

رحمان بابا

چې په زور ور سره نه يې برابر

د هغو تر څنگه مه کښېنه زړور

زورور اور او اوبه دي فهم وکړه

چې ډوب نه شې يا ونه سېځي بشر

زندگي که بې اوبو بې اوره نه شي

تل هم ايښي هېچا نه دي په ټټر

خدای ورمه وله سېلاب دچا په خونه

که په قطع هم اوبه وي دکوثر

ودې نه لگېږي اور په کور دهېچا

که رڼا يې وي د شمس او د قمر

چې يې درست صورت غلبيل شي په اغزيو

وخوړمه شه دهغې ونې ثمر

دهغه دېوال په سيوري څوک کښې مه نه

چې ولاړ وي لکه زوړند چاود کمر

چې په گېډه دې څرخېږي مخ يې ورک شه

که د سرو زرو چاړه وي يا خنجر

ناکرده سودونه ډېر دي په جهان کې

سود هغه وي چې د خير وي نه د شر

و اوبو ته اچوه نه شي ځان خوږ دی

گڼه ډېر دي په درياب کې دُر گوهر

چې له آبه له حرمته سرهنه وي

خدای ور مه کړه و چا هسې سيم و زر

زورور که رسوي و چاته ضرر

له دې فيض سره وگڼه ضرر

په يارۍ د زورورو غلط مه شه

مگر دا چې تر ده ته يې زرور

په هر گاه چې دی مغلوب وي ته غالب يې

ترو هاله يې قدمونه ږده په در

ياخو دا چې که قدم يې په در نه ږدې

دغه پسه يې ځان وگڼه پدر

چې هنر گڼې ياري د زورورو

بول وکړم زه رحمان په دا هنر