غزل
چې په زړه يې ستا د غم غشی سيده شي
خوشحال خان خټکچې په زړه يې ستا د غم غشی سيده شي
قراري به يې له دله رميده شي
همېشه به يې سر ايښی په زنگون وي
په فکرت به ستا د زلفو خميده شي
تورې سترگې تورې وروځي سره زېب کا
بيا په تېره چې وسمه پرې کشيده شي
په ټټر باندې يې خط د ويښتو نه دی
دا يې سوری دڅړۍ دی چې ليده شي
ستا خوبي زما په پوهه ډېر تېری کا
د يوسف خوبي که ډېره اوريده شي
په لېمو باندې مې پښې په احتياط ږده
چېرې نه چې مې باڼه پرې حلېده شي
ځان و زړه مې هغه لور وته پرواز کا
هغه ځای چې ښه دلبره شنيده شي
زه په دا سبب په دوو سترگو مين يم
چې څېره د ښويارانو پرې ليده شي
له قسمته زياتي مه غواړه ناپوهه
و هر چاته خپله برخه رسيده شي
لاس په لاس يې گرځوي په هنر پوهي
چې ښکاره د هنرمندې کښېده شي
په ژړا به مې ونه غولوې خوشاله!
که دې سرې وينې روانې تر ديده شي