غزل
چې پای بند شه د ليلی په اشتياق
رحمان باباچې پای بند شه د ليلی په اشتياق
مجنون واچول و نورو ته طلاق
چې د ميو د مطرب په خوند خبر شه
فراموش کړه صوفي نفل د اشراق
جام د ميو دی يا رقص د خوبانو
په هر ځای چې وبله جمع شي عشاق
په نسياوو نظر نه کاندي بې نقده
که څوک حورې ورته ستايي يا براق
چې حاصل يې د دلبرو يگانگي شي
د دويۍ خبرې نه کاندي مشتاق
حرکت له ځايه نه کا لکه شمع
که يې اور د عشق بلېږي په تاړاق
هسې خوښ وي د خپل يار په درد و غم کې
ته به وايې چې بادشاه دی د آفاق
هسې محو وي د عشق په ميو ناب کې
چې خبر نه وي په وصل په فراق
چې روان يې د سفر په لويه لار ته
راشه پرېکړه له هر چا نه اشتياق
که ظاهر په صورت وي په معنی نه وي
لکه کښلی د لا لفظ په اوراق
څو يې تن په کار و زار کې فنا نه شي
نه جارباسي مخ اسونه دعراق
د عراق اسونه کار په اشارت کا
په وهل په کوټل کار وي د ايلاق
چې خدای پوه کړ د بڼو پوهېږي په شلاق
چې پوه نه شو نه پوهېږي په شلاق
که يې سر ځي که يې مال ځي خدای دې نه کا
د طالب او د مطلوب تر ميان نفاق
د قسمت پاسی په لاس نيولی ناست يم
نه پوهېږم چې به جفت شي که به طاق
ته چې پند وايې ناصحه و رحمان ته
کاشکې نور کړې هغه کښلي د ميثاق