غزل
چې سړی له بله بد وايي بد گوی شي
رحمان باباچې سړی له بله بد وايي بد گوی شي
لا تر بل پخوا روان دده بد بوی شي
مرده شوی چې هوس کا د بل مرگ ته
بل هم پس دده له مرگه مرده شوی شي
دوست دښمن د سړي واړه خپل عمل دی
هم په دا مقدار يې اجر موی په موی شي
هره ونه چې کږه په هغه لور وي
عاقبت يې پرېواته په هغه سوی شي
په لويۍ کې نور څه نشته بې زواله
هلکان د هلک توب په سبب لوی شي
د اوبو اصل له خاورو پيدا کېږي
خاکساري دخاکسارانو په آبروی شي
هومره زيان له خوگه خرسه نه رسېږي
لکه څوک په آدميانو کې بدخوی شي
سړي هوښ چې دسړي له تنه پاڅي
د سړيو په جامه کې خربشوی شي
و هغو وته چې خدای په خپله وښوو
څه حاجت يې د رحمان په گفتگوی شي