غزل
چي تللې وو دتشو پیمانو سره راځو
عبدالباري جهانيپه او ښکو لمبیدلې له سلګو سره راځو
څه حکم دزمان څه به یې زور څه به ځنځیر وی
در شل ته دی اشنا له زولنو سره راځو
سزا مو ده قبوله دخو بو نو دلیدلو
کنعا نه یوه ورځ د تعبیرو سره را ځو
یوازی وزر ما تي له چمنه څخه ولاړم
دا زیری مې در باندی دسیلوسره را ځو
چي بیا دي تر قیا مته په ګوګل کی سړی نه سې
پا نوسه ځان تیار که دلمبو سره راځو
درځو چې زلزله سي دریا پر خلوتونو
محرابه نن دشیخ له جنازو سره راځو
چي پل درقیبانو دي په ښار کي پاته نه سې
یو زه یم یو قلم دی دګز مو سره را ځو
نن بیا لکه شبنم دجهانې سره در وزو
دشپو به زړه اوربل که د ډیووسره راځو