غزل
چې هر دم له خپله ځانه گرېزان يم
رحمان باباچې هر دم له خپله ځانه گرېزان يم
هم په دا لکه درياب د دُرو کان يم
مرگی تريخ دی چې ژوندون د چا شېرين شي
زه خورسند ديار تر وصله په هجران يم
ناداني مې دانايي شوه لکه طفل
په ناپاکه گهواره کې پاک دامان يم
چې د نفس د حرص ملک مې مسخر کړ
په هوا د پاسه تخت د سليمان يم
تن مې څه کړې چې زړه يار راڅخه يووړ
بېهوده د خالي خونې نگهبان يم
لکه گل چې په ناړ مات کړې اوېزان وي
زههم هسې د ژونديو مړيو تر ميان يم
کله ځان راته ولي کله عاصي شي
نه خبر په خپل کمال نه په نقصان يم
خپل جانان مې هسې نقش دی په زړه کې
نه پوهېږم چې رحمان يم که جانان يم