غزل

چې وصال د خپل جانان مې دی موندلی

رحمان بابا

چې وصال د خپل جانان مې دی موندلی

گنج د دُرو د مرجان مې دی موندلی

هومره طمع مې له خپله بخته نه وه

نه پوهېږم په څه شان مې دی موندلی

که په ډېر مشقت لاس لره خدای راوست

زه خو وايم چې اسان مې دی موندلی

چې مې يو نفس وصال ور سره وشه

واړه اجر د هجران مې دی موندلی

څه عجب دی که تمام جهان زما شي

چې بادشاه د درست جهان مې دی موندلی

زه رحمان په خپل اشعار شکر گذار يم

چې دا هسې رنگ ديوان مې دی موندلی