غزل

چې يې خونه د سېلاب په مخ شوه لکه

رحمان بابا

چې يې خونه د سېلاب په مخ شوه لکه

د حباب تماشه گوره تر د مکه

هېڅ په کار نه ده ويسا د پاڼ په سوري

که تر لاندې وي داوسپنو گوډيکه

دا د لاندې به همه واړه چيت پيت شي

مگر سر وي چا وکښلی تر فلکه

چې په اصل خدای نسکور دی پيدا کړی

څوک به څه خوري د سپهر له ښانکه

چې دښمن يې دوست نمای وي اړولی

د هغه احتياط بويه له کومکه

راشه واچوه د نفس و خولې ته خاورې

څو دې نه ده خوله د گور په خاورو ډکه

هر چې ډکه يې د گور په خاورو خوله شي

په هغو باندې حرام ده نوره ځکه

که نور څوک و مبارکۍ کا وبله نورې

و رحمان ته دې خپل يار وي و مبارکه