غزل چې يې نقش په زړه خيال شي د اشنا رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې يې نقش په زړه خيال شي د اشنا صدقه يې سر و مال شي د اشنا 02 پس له مرگه به يې تېغ هسې مخ روڼ وي چې اشنا په تېغ حلال شي د اشنا 03 په اسمان د اشنايۍ به يې مکان وي چې زمين غوندې پايمال شي د اشنا 04 تر ابده به يې بخره ملالي وي له هغه چې زړه ملال شي د اشنا 05 خوشالي زما د زړه په هغه دم وي په هر دم چې زړه خوشال شي د اشنا 06 روح هغه ساعت داخل گڼم په تن کې چې مې دخل په وصال شي د اشنا 07 نور د هېچا قيل و قال مې په کار نه دی چې تر غوږ مې قيل و قال شي د اشنا 08 هم هغه يوه گړۍ راباندې کال وي چې يوه گړۍ محال شي د اشنا 09 زرغونه کاندي دانه زما د عشق چې په زړه مې زرغون خال شي د اشنا 10 نه بل څوک زما طبيب بې اشنا شته دی نه به بل څوک په مثال شي د اشنا 11 د رحمان نظر په هېچا باندې نه وي چې نظر يې په جمال شي د اشنا د قاموس مانا × اصلي کلمه