غزل چې يې هسې لايعقل لاړم په شومي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې يې هسې لايعقل لاړم په شومي دا پياله د چا له لاسه ده، څه نومي 02 خدايه! څه دې يو باد وړی زړگی راکړ چې همېش د عشق د باد په مخ کې درومي 03 په دا هم لا رقيبان کا په ما رخه چېمې زړه د يار په ياد و راحت مومي 04 ما لا حرف نه و له ياره بدل کړی د سحر خرس دې ووېشت شي په کومي 05 بېلتانه زما په قصد چاړه تېره کړه د قصاب دلسوزي نه شي په ورغومي 06 واړه دوک مې د اشنا دبېلتانه دی په دروغه سر تړم بهانه د دومي 07 چې يې بې له ده بل خيال نشته په زړه کې دخوشال دلبره کومه ده، څه نومي د قاموس مانا × اصلي کلمه