غزل

چې يې وليده ستا حسن بې حسابه

رحمان بابا

چې يې وليده ستا حسن بې حسابه

له دې قصده تاو پيدا شه له آفتابه

په ارزو دې د نرگس سترگې څلور شوې

غونچه سره د زړه په وينو شوه غرقابه

ستا په غم مې سترغلې سرې سرې ناغې شوې

يا خېمې دي سياه پوښې سره طنابه

که دې زلفې په مخ پېچ و تاب شي ښايي

وېښته څه طاقت لري د اور له تابه

زه چې خدای د ستا له غم سره اشنا کړم

خوشالي مې نور نايابه شوه نايابه

سترغلې مې د فراق په ژړا سره شول

د سبزۍ اثر يې پاڅېده له آبه

ماه خورشيد دې په ښايست پورې شرمېږي

ځکه مخ پناه کوي تر کوه قابه

زه دې پېژنم په اصل کې خاکي يې

ځان به څو څنډې په گوته له ترابه

څو دې خيال د اشنا گرځي په لېمه کې

خبر زده کړه ته د اوښکو له سېلابه

د رحمان بخت به هاله له خوبه ويښ شي

که ته سترگې ورته پورته کړې له خوابه