شعر
د چاربېتې د کورونو تفصيل
رحمان باباد چاربېتې د کورونو تفصيل
کور 1ـ مثنوي چار بېتې :
کله چې دا خبره تحقيق ته ورسېده چې ټولو کښې اولنۍ چار بېته د تا يمني ده ـ
په دې چار بېته باندې ډېرې خبرې وشوې ـ چا وئيل چې دا مثنوې نظم دے او چا
وئيل چې دا چار بېته ده ـ خو کله چې دا د چاربېتې په ميزان وښاتۀ په دې کښې
د چار بېتې ټول کړه وړه موجود وو يعني سر ئې موجود وه ـ کړه ئې د څلورو
مصرعو نه زياته وه ـ او اخري مصرعه ئې سر ته راجع کېده ـ مونږ څخه اولنې
چاربېته د مثنوي سره مشابه ده ـ په دغه وجه ما د چاربېتې اولنې کور ته د"
مثنوي چاربېتې" نوم ورکړو ـ چې د ترتيب په لحاظ هم سمہ ده ـ
جوړښت :
د يو ميعاري چاربېتې سر په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ اولنۍدوه مصرعې په ځان
کښې هم قافيه وي ـ او ورستۍ دوه به په ځان کښې هم قا فيه وي ـ کړه به ئې د
مثنوي غوندې د يو يو بېت په شکل کښې په مخه بوتللے کېږي ـ کړه به ئې دڅلورو
مصرعو نه کمه نه وي ـ د کړې اخري بېت نه په ړومبي بېت کښې شاعر د سر اولني
بېت او اخري بېت کښې د سر دوئيم بېت ته بالترتيب قافې سره رجوع کېږي ـ
مثال 1 :
ګردونہ پورته شو بمونو سره
غازيان ټکرې خوري ټينکونو سره
د پاک وطن په خاوره جنګ راغے
د مسلمان د تورې شړنګ راغے
کړه:-
ګردونه پورته شو اسمان ته
ګوره همت د مسلمان ته
هندو مغروره وو په زور
حمله ئې وکړه په لاهور
حمله ئې وکړله په غوټه
مردار به خلاص نشي تر ګوته
جنګ له چې راغې په مېدان کښې
په تېخته لاړو په يو آن کښې
په منډه منډه تختېدل
لکه د سپې به زغلېدل
ډېر کافران په کښې مردار شو
لاړل دوزخ ته په انګار شول
ځائې دوې نه وو د امان
ورپپسې راغے مسلمان
جوړ:-
ورپسې راغله شمشيرونو سره
غازيان ټکرې خوري ټينکونو سرہ
هر مجاهد لکه پتنګ راغے
د مسلمان د تورې شړنګ راغے (محمد رحيم نوګرام الائي )
مثال نمبر 2 :-
د خوشحالۍ غږ سراسر اولګېدو
بهټو پانسي شو دا خبر اولګېده
ظلم ئې ډېر کړے په قام دے
د خپلو بدو ئې انجام دے
کړه:
دا د بهټو چې حکومت راغے
په ملک کښې دور د ذلالت راغے
قتل زنا کېدل څرګند
جرائم ډېر شول په څو چند
جرائم زيات شول په هر لور
چرس او افيم وو پکښې زور
وه د شرابو ارزاني
د بد معاشانو وه خاني
د بدماشانو هر ځائې راج وو
د بې شرمۍ داسې رواج وو
شريف سړے وو پکښې تنګ
پروردګار پرې وکړو ننګ
جوړ:
ناڅاپه کاڼې ئې په سر ولګېده
بهټو پهانسي شو د خبر ولېده
د الېکشن جوړ انتظام دے
د خپلو بدو ئې انجام دے
(اقبال خان اوګۍ)
مثال 2:
مخ دِ فلک پيزوان دِ نمر وينمه
تور په کجلو دِ بصر وينمه
وربل چې تا په جبين خور کړو
په ما دِ بل د مينې اور کړو
کړه:
مخ دِ فلک پيزوان افتاب وينمه
تا په همزولو کښې کمياب وينمه
تۀ نظر نۀ کړې په خوارانو باندې
خلق دِ لوټ کړو په چشمانو باندې
خلق دِ لوټ کړو نازنينې ليلٰى
درته کړېږم حال مې وينې ليلٰى
عاشقان تا پسې ابتر وينمه
مخ دِ فلک پيزوان دې نمر وينمه
مئين دِ بې تيغه حلال کړوصنم
سر دِ راپورته له ديوال که صنم
ستم دِ لا راباندې زور کۀ
په ما دِ بل د مينې اور کړو
مثال نمبر 3 :
جينۍ د بام په سر ولاړه
صراحي هسکه دنګه ئې غاړه
اوربل ئې بيا په تېلو غوړ کۀ
د عاشقانو رنګ ئې زيړ کۀ
کړه:
جينۍ له بام که نظارې
په دوپټه ئې ستارې
قميص ئې تور پرتوګ ئې سپين دے
بل ئې په غاړه لونګين دے
جوړ:-
د چا به خونه کړي ويجاړه
صراحي هسکه دنګه ئې غاړه
ښکاري چې نيت ئې چا ته خړ کۀ
د عاشقانو رنګ ئې زيړ کۀ
(اقبال خان اوګۍ)
نتيجه :-
که په درې واړو مثالونو مونږ غور وکړو نو د اولني مثال کړه په اتلسو مصرعو
مشتمله ده ، د دويئم مثال کړه په شپاړسو مصرعو مشتمله ده ، اودريم مثال په
اتو مصرعو باندې ـ په دې يو کور کښې بې حسابه چاربېتې دي ـ که څوک د
چاربېتې اقسام يا کورونه په مصرعو غواړي نو له دې يؤ کور نه به دومره
کورونه جوړ شي چې د يادولو جوګه به نه وي ـ په دې کور کښې مشهورې چاربېتې
دا دي ـ
زور د کافرو په سلطان راغے
وخت د مهدي اخر زمان راغے
شاهي دبدب د دۀ مدام اوسه
فرانس او روم دده غلام اوسه
( شاعر:سرور کوهاټ ،باغ و بهار:صفحه 52)
د به رضا د پاک اکبر وه
مياشت د کتک کښې مقرر وه
زور د وبا په ټول جهان شو
دا د قيامت ښکاره نښان شو
(د وُبا مشهوره چار بېته شاعر مولا عبدالمنان)
فوجونه راغله په قصور باندې
د ډاکه مارو په دستور باندې
چوهدري صلاح کوي د خوره سره
اوبۀ به څښکمه د لاهوره سره
(عبدالواحد ټېکه دار)