شعر
د چاربيتې اجزا
رحمان بابامثال نمبر 1:
چرګو نارې کړې صبحدم شو - په ما خبر د کورعالم شو
په ما خبر شو کور و کلے -جانانه څنګ بۀ ووځے غلے
غلے ووځه زمونږ له کوره - مشغوله مه کوه په زوره پلار به مې غږ وکړي چې غل
دے – ورته معلوم ديارۍچل دے حال د يارۍ ورته معلوم دے -چا دې په خوله اخستے
نوم دے
نوم دې ليکلے په کاغذ دے - ته چې راتلې څه دې غرض دے
جوړ:
تۀ چې راتلې شومه قلاره - چرګو نارې کړې سر دوباره واړندې سپرورستو
شمشيرکا- غلے ووځه څوک بۀ دے ګېرکا
مثال نمبر 2:
کړه:
بېګا مې دے سېل کړے ستا د زلفو باغيچه کښې
زه ګډ لکه بورا شوم د انارو په چرچه کښې
خخ مې کړل غا ښونه په نرۍ زنه سوچه کښې
جوړ:
بل بوي مې کړو د ستا د غاړې هار د تورو زلفو
(ھارو بهار)
مثال3:
کړه:
کله به راشي چې دې وکړمه ديدار ، سحار
زړه مې پرهار ، د يار د لاسه ډېر دے
شومه په غم کښې د مينې ګرفتار ، په جار
اخر به تېر شي د نيمګړے دنيا وار په خوار
ما اخله ازار بيمار په زلفو ګېر دے
جوړ:
مخ دې چراغ دے پرې راځم لکه پتنګ په شړنګ
لرې کړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت کښې
مثال نمبر4:
کړه:
تور دې لونګين تور دې رنګين په دوبي تور کړو نه
تورې دې زلفې تور اور بل په ورځو تور کړو نه
تورې دې وروځې تور چشمان په کجل تور کړو نه
تورې کمڅۍ تور پيوکے سينګار دې نور کړو نه
جوړ:
هسکه غاړه ګرځې د همزولو په غوبل کښې
نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړۀ په اوربل کښې
تور د تورو سترګو تور دې خال د سپين رخسار دے
تور، سور، شين، زيړ، سپين مخ دې ګلزار دے
مثال نمبر5:
ځي دلبر زما ضرور نه پاتې کېږي
هيڅ کولے نشم دا د مقرره
زړه ټوټې مې د کمر غوندې نړېږي
د فراق لمبو ستي کړم سراسر
هر طرف ته د هجران غشي ورېږي
پېوست کېږي په ځيګر مې برابر
جوړ:
د خزان راوالوتل ساړۀ بادونه
ورانوي زما د مينې دا چمن
مثال نمبر6:
کله وۀ لا کله چې ما کړے وۀ له تا سوال
تا په سپينه خوله راته وئيل کوکۍ به درکړم
ماته دې صفت د حسن کړې وو دلال
دلال په صفتونو دې بې حده کوروکر کړم
ستا په عاشقۍ کښې مې داؤ کړے سرو مال
تا لکه د نے په تيغ د هجر قلم سر کړم
جوړ:
هله به منې چې لېونے په غرونو سر شمه
کله وو له کله چې تا وې صبا به درشمه
زۀ به له تر کومه کړم د خلقو متازي
ستا هغه صبا په کلو سر کښې نۀ راځي
مثال نمبر 7:
د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې کوي خوند
تۀ لور ئي د نواب
يؤ ځلې دې سپين مخ د رب د پاره کۀ څرګند
ژوندون مې شو خراب
د هجر پرهرونه زما نه اخلي پېوند
بهېږي ترې خوناب
جوړ:
څوکۍ پرې مقرر دي
مثال نمبر8:(الف)
مرم ستا په يارۍ کښې ۔ پروت يم په خوارۍ کښې
ساه مې په مرۍ کښې
اوس د ژوندانۀ طمع مې قطع شوه له ځانه
مرمه بې له تا نه
(ب)
اوس مې ځنکدن دے ۔ روح مې په رفتن دے
پاتې دا وطن دے
ستا د بڼو غشي مې خخ شوي په ضمير
ګډ د ځان په وير
(ج) ستا د در غلام يمه - تاته په سلام يمه
نختے دې په دام يمه
جوړ:
خود به شم هلاک چې خوراک مې ځيګر خون شۀ
حال مې د مجنون شۀ
تاسو به کتلي وي چې په اتو مثالونو کښې اتۀ کړې په مخه راځي ـ مثال نمبر 1
کښې د مثنوي نظم په شان دوه مصرعې يؤ بېت جوړوي اؤ چاربېته په مخه ځي ـ
مثال نمبر 2کښې د مربع نظم په شان؛مثال نمبر 3کښې د مسبع نظم په شان ـ
مثال نمبر4 مثمن په شان خو په کړه کښې دوه مصرعې د سر تکرارېږي حقيقتاً
مصرعې شپږ وي ځکه ورته مثمن مجاز اووئيلے شو ـ مثال نمبر 5 د مثمن نظم په
شان ـ مثال نمبر 6 د معشر نظم په شان خو دلته هم د مثمن مجاز صورت حال دے
ځکه ورته معشر مجاز اووئيلے شو ـ مثال نمبر 7مستزاد نظم په شان ـ مثال نمبر
8 دا چاربېته د پښتو شاعرۍ خپل پېداوار دے هيڅ يؤ نظم سره مشابهت نه لري ـ
ددې کړې په دوه قسمه دي ـ 1-په دو بندو مشتمله کړه 2-په دريو وړو بندونو
مشتمله کړه ـ دې دا قسمه چاربېتو کړې بغېر د فدا ګل چاربېته چې په ټولو کښې
معلومه زاړه چاربېته وه يو جز لري بيا زړې چاربېتې د کړې شيږ حصې لري د درې
جزو يا حصو نه ورستو په دويم ځل سر ته رجوع کوي ـ اول ځل د يو ټکړې نه
ورستو ، دوئيم ځل د دوئيمې ټکړې نه ورستو درئيم ځل د درئيمې ټکړې نه ورستو
يعني درې ځله سر سره تړلے کېږي يعني کړه ئي په دوه درې ځله سرسره تړلے کېږي
په دغه سبب ورته کړه بنده وائي يعني کړه ئي ډېر ځله بند په بند تړلے شوې وي
ـ خو دجوړښت اډاڼه ئي يؤه ده ـ د کړې د توپيرونو په سبب ورته بل قسم نۀ شي
وئيلے کېدے ـ