غزل
د حسن سپېلنی يم سرۀ مجمر ته به دريږم
محمد صدیق پسرلید قبر شمه نه يم چې پټ سر ته به دريږم
که ور راخلاصوې که نه ځواب خو راکوه
نه لمر يم او نه سيوری چې هر در ته به دريږم
د ستوريو سفر غواړم چې منزل ورسره درومي
ستومانه بيړۍ نه يم چې لنګر ته به دريږم
فطرت مې جاريدل دي لکه عطر د ګلونو
ملا نه يم چې خپل خپارۀ څادر ته به دريږم
د زړۀ خولۀ مې سل ځايه په ديدن پسې وتلې
هغه تنده مې نه ده چې کوثر ته به دريږم
ساقي زما هم زده ده د مستۍ ناسته ولاړه
مينا ته به پريوځم او ساغر ته به دريږم
پسرليه د عشرت په محفلونو کې ته ګرځه
زۀ څاڅکی يم د وينو سرۀ پرهر ته به دريږم