غزل

د مايوسۍ کره دې ورنشي د چا جنازه

محمد صدیق پسرلی

چې ژوند يې اخلي يوه سا د بلې سا جنازه

ابدي کور ته مې يارانو په سندرو ور وړئ

لکه څپو چې وي اخيستې د دريا جنازه

د ښاپيريو هديره وي ممکن بل ستوري کې

چيرته به يوسم د سپيڅلې تمنا جنازه ؟

راځئ غمونو اوږې ورکړو د ثواب لپاره

چې د شپيلۍ له کوڅې وځي د نوا جنازه

څوک به پيدا کړئ چې مې تن په اوښکو ولمبوي

زما په لوګ کلي کې چاته وړئ زما جنازه ؟

لکه الوتی رنګ چې شي له الوتو سره ورک

په دې مادي عالم کې بويه د معنا جنازه

چې نه خيرات وي نه اسقاط حسن يې څه کوي څوک

مګر د شمې اوښکې واخلي د رڼا جنازه

ذوق او غوښتنې هم د ګټو په پلۀ پلونه ږدي نن

د ډم ودونه په زړۀ اوري د ملا جنازه

د دنيا ژوند څه دی ؟ بس خاورې يو پر بل اړوو

په دغو خاورو کې پټيږي د هر چا جنازه

پسرليه څوک مګر په ژوند چاته په ښه نه ورځي

سحر د شپې جنازه وړي شپه د سبا جنازه