غزل د وطن په محبت باندې قسم خورم ګل پاچا الفت د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم 02 د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم 03 که د تورو ګذارونه دم په دم خورم 04 دا خوږي ، غواړي کولي دي وي د نورو 05 د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم 06 کفن نه غواړم د ژوند جامو کښې د رومم 07 د جنت باغ کښې مېوې رقم رقم خورم 08 دوطن پر هېز د بې ننګۍ له خورا کونو 09 په غيرت ګټلی شي به ولې کم خورم 10 د وطن داعتلا تږی يم ځکه 11 لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم 12 زه هغه يم چې تل ننګ په وطن خورمه 13 هغه نه يم چې رشوت سود او سلم خورم 14 چې په سر مې د وطن خدمت منلی 15 څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم د قاموس مانا × اصلي کلمه