نظم
د اورونو ځولۍ
عبدالباري جهانيد اورونو ځولۍ اوري د اسمان سترګي ړندې دي
ګل پر څانګه سره لمبه دئ د نسيم لاسونه پرې دي
ښکاري زېرى د مرګى دئ رويبار سر تر نوکه رېږدي
د رقيب لاسونه ناڅي ويښي کړي يې فتنې دي
د مرګي قاصد راغلى يو تر بل سره جارېږي
ما ليدلى دئ يارانو د فلک سترګي کږې دي
لا به ولي نه ژړېږي د پردېسۍ ځوانۍ اوښکي
د جانان اخر ديدن دئ د بېلتون سترګي لا سرې دي
چيرته بل وطن ته يوسه دا د غم د اوښکو زڼى
دلته کور په کور ناورين دئ مرګه مه ټومبه خېمې دي