غزل

د عاشق بې خپله ياره قرار نه شي

رحمان بابا

د عاشق بې خپله ياره قرار نه شي

بې طبيبه قراري د بيمار نه شي

چې په لوڅ محفوظ کښلی لېونی وي

په تعليم دمعلم به هوښيار نه شي

د خپل پلار په غېږ کې پروت وي روح يې واخلي

د قضا علاج په مور او په پلار نه شي

دهغو چې خدای کمال د حسن ور کړ

هېڅ نقصان يې دمنکر په انکار نه شي

درد و غم د عاشقيه ډېر مشکل دی

هېڅ سړی دې په دا رنځ گرفتار نه شي

زه همه عمر دغه له خدايه غواړم

چې دې يار ديار له سره آزار نه شي

يار له يار سره جفا کا هسې ډېره

چې هېڅ فرق يې د اغيار او ديار نه شي

که هر څو يې دلبري او دلجويي کا

د رحمان په ترکو هېڅ اعتبار نه شي