غزل د عاشق په زړه د باندې بار د يار وي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د عاشق په زړه د باندې بار د يار وي خدای دې نه کا چې به لاندې ترې بل بار وي 02 يو ځل بيا سر توره مسته راښکاره شوای چې يې زلفې اويزاندې په رخسار وي 03 ستا په نه ليدو يې شمار نه يې حساب شته اندېښنې په زړه اړاندې صد هزار وي 04 چې تا ووينم تازه غزل انشاء کړم پرې بلبلې فرياد کاندي چې گلزار وي 05 په درست ملک کې چې څوک لافې د ښايست کا همگي دې لکه سپاندې ستا بخار وي 06 ستا تر هر چارې ځارېږم بلا دا شوه په ما خوار پورې چې خاندې څوک به آروي 07 تا ويل خوشاله زړه و ماته راکړه دا خوار زړه مې ستا د وړاندې که په کار وي د قاموس مانا × اصلي کلمه