غزل

د عاشق په زړه د باندې بار د يار وي

Khushal Khan Khattak

د عاشق په زړه د باندې بار د يار وي

خدای دې نه کا چې به لاندې ترې بل بار وي

يو ځل بيا سر توره مسته راښکاره شوای

چې يې زلفې اويزاندې په رخسار وي

ستا په نه ليدو يې شمار نه يې حساب شته

اندېښنې په زړه اړاندې صد هزار وي

چې تا ووينم تازه غزل انشاء کړم

پرې بلبلې فرياد کاندي چې گلزار وي

په درست ملک کې چې څوک لافې د ښايست کا

همگي دې لکه سپاندې ستا بخار وي

ستا تر هر چارې ځارېږم بلا دا شوه

په ما خوار پورې چې خاندې څوک به آروي

تا ويل خوشاله زړه و ماته راکړه

دا خوار زړه مې ستا د وړاندې که په کار وي