غزل
د چمن په لوري وخوځه له کاخه
خوشحال خان خټکد چمن په لوري وخوځه له کاخه
چې دگلو ننداره شي انتساخه
گل چې ستا تر لاسه ورسي تازه شي
لا س دې لا لري شرف د گل تر شاخه
غونچه، گل چې ستا له خولې سره سيالي کړه
خوله يې باد په تماچه کړله پراخه
د ښه مخ خوبي دې ښه تر لاله گل ده
په زړه هم سختي لرې تر سنگلاخه
چې تر اور، تر اوبو ووځي هاله ورشي
سور پېزوان د شاه د پوزې تر سوراخه
غه خبرې چې بې ستا له مخه کېږي
له هغو خبرو ونيوای صماخه
په بيمارو سترگو تل پهې کېښوی شي
د خوشال په لېمو پښه کېږده گستاخه