غزل

دا چې مست په ميو راغی يار د چا دی

رحمان بابا

دا چې مست په ميو راغی يار د چا دی

بيا به تاخت کا په کوم غولي وار دچا دی

چې زړه سوی يې د حرم په صيد نه شي

دا د غشي بې صرفې گوزار د چا دی

ما خونه دي څوک بې وجهې آزاد کړي

دا چې ما آزار وي آزار د چا دی

چې يې درست جهان د مخ په رڼا زيست کا

دا آفتاب غوندې روښان رخسار د چا دی

چې بلبل يې رسېدی تر گله نه شي

دا دننه په حرم گلزار د چا دی

چې هېڅ ترس په زړه کې نه لري رحمانه!

دا ناترس او بې پروا نگار دچا دی