غزل

د دني دنيا دا هسې قرار داد دی

خوشحال خان خټک

د دني دنيا دا هسې قرار داد دی

چې گهي يې رانيول، کله يې داد دی

عاقبت به د دنيا په غم غجمن شي

هغه زړه چې د دنيا په ښادۍ ښاد دی

د دو شش نارې وهي دوه خال يې پرېوځي

دا دنيا په مثال نر د سړي نراد دی

له دنيا نه هيچا کام موندلی نه دی

که شېرين وه که خسرو و که فرهاد دی

د دنيا مثال که وگورې عاقله!

په حساب لکه اوبه يا کله باد دی

نه اوبه په يوه ځای کې قراري کا

نه د باد په يوه ځای باندې ايستاد دی

مبتلا يې همېشه په زړه محزون دی

طلبگار يې هر زما په بلا ياد دی

تر وفا يې د جفا خويونه ډېر دي

ځکه هسې دخوشال ځنې فرياد دی