غزل د دني دنيا دا هسې قرار داد دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د دني دنيا دا هسې قرار داد دی چې گهي يې رانيول، کله يې داد دی 02 عاقبت به د دنيا په غم غجمن شي هغه زړه چې د دنيا په ښادۍ ښاد دی 03 د دو شش نارې وهي دوه خال يې پرېوځي دا دنيا په مثال نر د سړي نراد دی 04 له دنيا نه هيچا کام موندلی نه دی که شېرين وه که خسرو و که فرهاد دی 05 د دنيا مثال که وگورې عاقله! په حساب لکه اوبه يا کله باد دی 06 نه اوبه په يوه ځای کې قراري کا نه د باد په يوه ځای باندې ايستاد دی 07 مبتلا يې همېشه په زړه محزون دی طلبگار يې هر زما په بلا ياد دی 08 تر وفا يې د جفا خويونه ډېر دي ځکه هسې دخوشال ځنې فرياد دی Dictionary meaning × Headword