غزل
د دنيا د سود د پاره غمگين مه شه
رحمان باباد دنيا د سود د پاره غمگين مه شه
غم د دين او د ايمان کړه بې دين مه شه
هر گړه گره کشای لري کم بخته
نا اميد له خدايه غوټه جبين مه شه
ډېر خفت دی دارنده چې دانه چين شي
څو دې آب و دانه شته دانه چين مه شه
هر مارغه چې د بل غوښې خوري مردار دی
ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهين مه شه
د ذرې په څېر آفتاب په طلب خپل کړه
لکه تيږه هسې پروت په زمين مه شه
کار په تش لستوڼي نه کېږي بې لاسه
لاس په ږيره کړه بې لاسه آستين مه شه
عاشقي او خودبيني دي سره لرې
که مطلب دې عاشقي وي خودبين مه شه
په خپل کورکې دې سفر دی که پوهېږي
مسافر د هندوستان او د چين مه شه
خپل تابوت درته ولاړ زين کړی اس دی
ته په زېرمه د بل اس او د زين مه شه
چی تقوی ديانت نه لري رحمانه!
ددې هسې هم نشينو نشين مه شه