غزل
د دنيا روزگار همه و بله غولول دي
رحمان باباد دنيا روزگار همه و بله غولول دي
دا گومان په هېچا مه کړه چې مې خپل دي
هېڅ مزه په دا جهان کې پاتې نه شوه
دا يخ سيوری په اوبو پورې کول دي
پوزه غوږ د غوښو شته په هر چا پورې
که د شرم پوزه غوږ غواړې باطل دي
که دې دوه کاسې دانې وي په کندو کې
پس له شامه هسې وايه چې د بل دي
که ته دوه او درې عيبونه د بل شمار کړې
بل په تا ته هسې وايي چې ستا سل دي
نصيحت د ناصحانو اثر نه کا
بې هوده د سړې اوسپنې کوټل دي
دا نا اهله همدمان دي نه پوهېږم
که موچۍ د رحمان پنډې په گوگل دي