نظم

د دهقان درس

ګل پاچا الفت

وايي چېرته په کوم ځای کښې يو دهقان و

چې رستم د زمانې ورته حيران و

په قلبه کښې يې اوبه کړې ډېرې سپارې

نری شوي يې په لاس کښې ډېريو مان و

ډېر غويان يې ستړی کړی وجغ لاندې

کار او زيار ته يې ورکړی امتحان و

دخپل مټ او خپل بازو له برکته

له هر چا نه يې ژوند ښه، کور يې ودان و

له نېستۍ نه راوتلی وهستۍ ته

له وچ ډاگه يې جوړ کړی گلستان و

رسېدلی يې باغونه وثمر ته

د انگورو وږی ځوړند شان په شان و

چې ناڅا په دا د کار سړی رنځور شو

بيا پکښې نه هغه زور نه هغه توان و

چې دباغ د گلو ونکړه پالنه

د زامنو په همت کښې يې نقصان و

باغ له دربوله کبلو څخه ډک شو

د وحشي بوټوله لاسه هر څه وران و

نېستي بېرته را روانه شوه کاله ته

چې دکار سړی رنځور او پرېشان و

د هقان ووې ای زما خوارو زامنو

له يو تاک لاندې ماايښی ډېر شيان و

اوس يې ځای ښودلی نشم دومره وايم

چې وړيا يې مه گڼئ په قيمت گران و

که په لاس درشي نېستي به موشي غوڅه

له روستۍ سلگۍ سره يې دا بيان و

ددهقان زامن د پلار له مرگه وروسته

شپه او ورځ په باغ کښې ستړی او ستومان و

د هر تاک بيخ يې سپړه چې څه پيدا کړي

په تلاش کښې دموندلو سرگردان و

د باغ خاورې لاندې باندې شوې څو واره

هېڅ پيدا نشوه د ورکې په ارمان و

پس له ډېرو زحمتو ډېرو خواريو

تفاوت د باغ حاصل کښې صد چندان و

د دهقان عملي، درس د رمز په ژبه

کړه ثابته چې تاک لاندې ډېر شيان و

چې دکار سړی جوړ کاندی له بېکاره

دغه پوهه او هنر کار ددهقان و