غزل

دا دنيا ده بې وفا

رحمان بابا

دا دنيا ده بې وفا

بې وفا ده بې بقا

نه ئې مخ شته نه ئې څټ شته

لکه لوټه د صحرا

په يوه ګړۍ ئې مخ وي

په يوه ګړۍ ئې شا

په يوه ګړۍ د ستا شي

په يوه ګړۍ زما

په يوه ګړۍ ئې درد وي

په يوه ګړۍ دوا

په يوه ګړۍ ئې خوف وي

په يوه ګړۍ رجا

په ساعت کښې ئې بقا وي

په ساعت کښې ئې فنا

په ساعت کښې ئې سکوت وي

په ساعت کښې ئې غوغا

په ساعت کښې ئې خندا وي

په ساعت کښې ئي ژړا

په ساعت کښې ئې وفا وي

په ساعت کښې ئې ژړا

په ساعت کښې ئې وفا وي

په ساعت کښې ئې جفا

په ساعت کښې ئې افلاس وي

په ساعت کښې ئې غنا

نه څه شان لري نک شکل

کله دا شي کله دا

خدائې څوک پېښ مه کړه رحمانه

په دا هسې رنګ بلا