غزل

د غليم سره به نه کا مکر، دروه

خوشحال خان خټک

د غليم سره به نه کا مکر، دروه

مگر ډېر تر بلا تېر، په عقل پوه

بدخويي به د خپلوانو سره څو کا

چې په خپله په خپل ځان پسندي اندوه

ما چې وليدل اتلس زره قومه

د خپل ذات سره الفت کا هر گروه

دمحنت په وخت يو مل راسره نشته

د راحت په وخت زرگونه وو انبوه

په خوښيه کې زاړه لکه زلفي شي

ځوان زلمي تر زاړه لا کاندي ستوه

د گوزار په ځای اوس نه وينم هوسيې

په ځوانۍ مې که کبلی ليده په کروه

غر به هم لکه ويښته هسې نری کا

که غمونه د خوشال کښېږدې په کوه