غزل د غليم سره به نه کا مکر، دروه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د غليم سره به نه کا مکر، دروه مگر ډېر تر بلا تېر، په عقل پوه 02 بدخويي به د خپلوانو سره څو کا چې په خپله په خپل ځان پسندي اندوه 03 ما چې وليدل اتلس زره قومه د خپل ذات سره الفت کا هر گروه 04 دمحنت په وخت يو مل راسره نشته د راحت په وخت زرگونه وو انبوه 05 په خوښيه کې زاړه لکه زلفي شي ځوان زلمي تر زاړه لا کاندي ستوه 06 د گوزار په ځای اوس نه وينم هوسيې په ځوانۍ مې که کبلی ليده په کروه 07 غر به هم لکه ويښته هسې نری کا که غمونه د خوشال کښېږدې په کوه Dictionary meaning × Headword