نظم د گو بد بواسيرو علاج خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 کباب چيني شکرتري کړه دواړه نيمه شېرشاهي کړه 02 دواړه ښه سره ميده کړه څو سباهه يې کپه کړه 03 د خوني بواسير ولې زر په زر گوره وکښلې 04 که پرهېز ور سره وکړې ډېر ښه کاردی که يې ته کړې 05 بل علاج د بواسيردی چې د هر علاج امير دی 06 په ميره يو بوټی کېږي منداڼو په نام نومېږي 07 هغه بوټی وچ ميده کړه تري مرچ هم ورسره کړه 08 همه واړه سره گډ کړه واړه ښه سره گډوډ کړه 09 په دوه سنگه کې يې آس کړه تر غلبېل يې کوز و پاس کړه 10 يو يو کف په هر سبا خوره څلوېښت ورځې مدام دا خوره 11 غوړې وريجې پسې وخوره مۍ دې نه وي سوده ته خوره 12 که روټۍ غوړي به ته خورې دا هم ښه دي بد به نه خورې 13 له ترشۍ، بادۍ پرهېز کړه نور خوراک د هر يو څيز کړه 14 يو عجب عجيب علاج دی صحيح غشی د آماج دی د قاموس مانا × اصلي کلمه