نظم

د گو بد بواسيرو علاج

Khushal Khan Khattak

کباب چيني شکرتري کړه

دواړه نيمه شېرشاهي کړه

دواړه ښه سره ميده کړه

څو سباهه يې کپه کړه

د خوني بواسير ولې

زر په زر گوره وکښلې

که پرهېز ور سره وکړې

ډېر ښه کاردی که يې ته کړې

بل علاج د بواسيردی

چې د هر علاج امير دی

په ميره يو بوټی کېږي

منداڼو په نام نومېږي

هغه بوټی وچ ميده کړه

تري مرچ هم ورسره کړه

همه واړه سره گډ کړه

واړه ښه سره گډوډ کړه

په دوه سنگه کې يې آس کړه

تر غلبېل يې کوز و پاس کړه

يو يو کف په هر سبا خوره

څلوېښت ورځې مدام دا خوره

غوړې وريجې پسې وخوره

مۍ دې نه وي سوده ته خوره

که روټۍ غوړي به ته خورې

دا هم ښه دي بد به نه خورې

له ترشۍ، بادۍ پرهېز کړه

نور خوراک د هر يو څيز کړه

يو عجب عجيب علاج دی

صحيح غشی د آماج دی