نظم د حاجت د نمانځه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 که مهم د سړي پرېوځي يا په غم په اندوه کښېوځي 02 دا نماز د حاجت ښه دی هر حاجت لره لېمه دی 03 لکه نمونځ د تسبيحات دی دا هم هسې رنگ صلوة دی 04 قل هو الله که ووايي د تسبيح په ځای هم ښايي 05 په سلام چې مونځ ادا کا دا دې زده کا چې بيا دا کا 06 مخ دې کېږي په ښي لوري په سجود لکه نسکوري 07 قل هو الله پانزده ځله دې ولولي له اوله 08 بيا دې مخ کا په کيڼ لوري د اخلاص په لوست دې ښوري 09 دا هم څو پنځلس ياره نور دې غواړي حاجت ياره 10 هر حاجت که مسئلت کا خدای به درست هغه حاجت کا د قاموس مانا × اصلي کلمه