نظم د حاجت د نمانځه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که مهم د سړي پرېوځي يا په غم په اندوه کښېوځي 02 دا نماز د حاجت ښه دی هر حاجت لره لېمه دی 03 لکه نمونځ د تسبيحات دی دا هم هسې رنگ صلوة دی 04 قل هو الله که ووايي د تسبيح په ځای هم ښايي 05 په سلام چې مونځ ادا کا دا دې زده کا چې بيا دا کا 06 مخ دې کېږي په ښي لوري په سجود لکه نسکوري 07 قل هو الله پانزده ځله دې ولولي له اوله 08 بيا دې مخ کا په کيڼ لوري د اخلاص په لوست دې ښوري 09 دا هم څو پنځلس ياره نور دې غواړي حاجت ياره 10 هر حاجت که مسئلت کا خدای به درست هغه حاجت کا Dictionary meaning × Headword