نظم
د حق رڼا
ګل پاچا الفتله وهم وخياله او د عقل تصور نه بهر
چېرته چې نه رسېږي هيڅ کله د علم نظر
له دې عالمه ماوراء زمان مکان نه جلا
ټولو رنگونو صورتونو کم وکيف نه سوا
د حق رڼا کړي تجلی چې يې ايمان ويني
عقل پوه نه دی چې يې څنگه په څه شان ويني
خدايه! تا نشي پېژندی زمونږ قليل علم
دا په علت،معلول ولاړ زمونږ عليل علم
ړانده پوهېږي چې لمر شته دی مگر لمر نه ويني
سحر له خوبه راپاڅېږي خو سحر نه ويني
گونگ شونډی ويني چې خوځېږي خو خبره ناوري
کاڼه ته يو څه ووايو او هغه بل څه اوري
دغسې مونږ هم د ړندوکڼو په لاريو روان
مونږ له مکانه وتی نشو او ته يې لامکان
ښاپېرک کله دغه لمر خپله رڼا کښې ويني
د لمر رڼا بس د سپوږمۍ په تجلا کښې ويني
مونږ به لا څه يوزمونږ علم او يقين به څه وي
يوه ماشوم نه دبلوغ په باب تخمين به څه وي
نورو کښې وينو هغه څه چې يې په ځان کې وينو
دخپل غط قياس عکسونه په جهان کښې وينو
په آئينه کښې ماشومان تصوير د ځن گوري
کوي باورچې واقعي نور ماشومان گوري
ډېر مجهولات شته چې انسان لاپېژندلی نه دی
دغيبت پردوکښې ډېر څه پټ دی چا ليدلی نه دی
ډېر څه مو ومنل هغه وروسته غلط وختل
ډېر څه مو ردکړه چې نن علم او حکمت ومنل
زمونږ مننه زمونږ رد زمونږ انکار غلط
څه اعتبار لري زمونږه اعتبار غلط
ستا معرفت ته د بشر عقل رسېږي کله
د انسانی فکر لباس په تاجوړېږي کله
اهل عرفان په تضرع "ما عرفناک" وايي
مونږ هغه حمد کله ويلی شوچې تاته ښايي