نظم
د کايناتو تحول
ګل پاچا الفتيوه ورځ وو ماليدلی دا باغونه
نه دا شنه بوټی پکې وو نه گلونه
ټولې ونې يې سپېرې په يوه شان وي
بې ميوې بې طراوته هغه آن وې
نه بادام شگوفه کړې او نه ناک وه
نه دا شنه قبا په غاړه کې د تاک وه
نه دگل له بوټو ښه وږمه راتلله
نه له ونو د مېوې طمعه کېدله
چې موسم د نوی ژوند او بهار راغی
چې پالنې ددې باغ ته ماليار راغی
توجه چې دغه باغ ته باغوان وکړه
چې روزنه ددې بوټو انسان وکړه
بوټو سرجگ کړله خاورو را اوچت شوه
مخ په لور د ترقۍ او د رفعت شوه
هر يو بوټی خپل گلونه راښکاره کړه
چې يې ټول خلق د ځان په ننداره کړه
باغ سمسور شو مېوه ونيوله ونو
نيالگی لوی شوه ددهقان په پام لرنو
استعداد د هريو بوټی شو څرگند
مېووهم ټولو ښکاره کړ رنگ او خوند
دغه شان وگڼه حال د يو ملت هم
لکه باغ لری خزان يو مملکت هم
په هر چا راځي دا رنگه موسمونه
د ذلت او انحطاط بعضې دورونه
مگر کوم تاثير چې باغ کې باغبانان کړي
يو په سل يې په ملت کې واکداران کړي
دا شلم قرن موسم د اعتلا دی
د عرفان شين پسرلی او سپين سبا دی
د هر ملک نيالگی او بوټی رالوئېږي
ورځ په ورځ له سپېرو خاورو راجگېږي
د هقانان سعيه کوي د باغ خدمت کې
واکداران هم په روزنه د ملت کې
څرگندېږي د هر چا پټ استعداد نن
تازه کېږي باغ وبڼ د هر هېواد نن
ته هم هېچا نه کم نه يې ای پښتونه
قايل ستا په استعداد دی تاريخونه
په تا باندې هم راغلی نن بهار دی
اميدوار ستا دلوی والی خپل واکداردی
بيا ښکاره خپل استعداد اصلي جوهر کړه
له ايرو وځنې خپل لعل رابهر کړه
نيالگی وگوره چې روځ په ورځ لوئېږي
هم يې نيلی ځي مخ ښکته او ټينگېږي
هر طرف ته يې منډکی اوږدوي ځان
هره خوا کې شپه او ورځې لوړوي ځان
تحول په کايناتو کې ليده شي
ډېر افسوس دی که يو قوم پاتې ويده شي