غزل د ښايست سره سل نورې چارې بويه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د ښايست سره سل نورې چارې بويه چې عاشق په ځان مين کاندې مهرويه 02 تل د مښکو بوی روان په بستر نه وي درېغه، درېغه د مهرويو گفتگويه 03 عاشق يو لکه لېوه په شمال پايي بل په غټو سترگو خوب کا لکه سويه 04 په سبا پسې يې مرم، نه سبا کېږي د هجران شپه يې په ما شوه ترکال لويه 05 زما دواړه سترگې جوی، ته سبر قد يې سبر ونه جدا ښه نه ده له جويه 06 اوس د جونو هوس مه کوه خوشاله پښتنې جونه ترهېږي له دوه مويه د قاموس مانا × اصلي کلمه