غزل
د ښايست سره سل نورې چارې بويه
Khushal Khan Khattakد ښايست سره سل نورې چارې بويه
چې عاشق په ځان مين کاندې مهرويه
تل د مښکو بوی روان په بستر نه وي
درېغه، درېغه د مهرويو گفتگويه
عاشق يو لکه لېوه په شمال پايي
بل په غټو سترگو خوب کا لکه سويه
په سبا پسې يې مرم، نه سبا کېږي
د هجران شپه يې په ما شوه ترکال لويه
زما دواړه سترگې جوی، ته سبر قد يې
سبر ونه جدا ښه نه ده له جويه
اوس د جونو هوس مه کوه خوشاله
پښتنې جونه ترهېږي له دوه مويه