نظم

د محمد (ص) تعليم

ګل پاچا الفت

توره تياره وه انسان ورک خپل وهمونو کښې و

شعور او فکر د تورتم په زندانونو کښې و

د ځان له سيوري ډارېده د ډار بنده و انسان

د خپل غلط احساس په رنگ رنگ عذابونو کښې و

د عقل سترگې يې ړندې وې لار يې نه ليدله

خدای ترېنه ورک د طبيعت په طوفانونو کښې و

انسان بنده و د هر شی، هر شی يې خدای گاڼه

د شيطانانو د پېريانو طلسمونو کښې و

ډاريې هر بت ته په سجده باندې و سر ټيټ کړی

د سر لوړۍ فکرونه کله په سرونو کښې و

خدای غوښتل چې سړيتوب له ذلتونو کړي خلاص

دا لوی اثر د محمد په تعليمونو کښې و

هغه تعليم چې په الهام وحی دده نصيب شو

هغه تعليم چې ډېرو لوړو مقامونو کښې و

محمد (ص) خلاص کړو د بتانو بندگۍ نه انسان

لوی قدرت ايښی لوی قوت دده لاسونو کښې و

چې په قرنو قرنو يې پاتې شوه رڼا په جهان

هغه پاک نور د حراعار د فاران غرونو کښې و

جهان حيران حيران، "الفته!" د ده کار ته کتل

څه چه ده راوړه هغه کله جهانونو کښې و

راغی جهان ته محمد (ص) چې وران جهان جوړ کړي

چې جوړونکی د جهان يعنې انسان جوړ کړي