نظم

د عمر سودا

عبدالباري جهاني

ځوانيمرګي ځوانۍ څه وې

سپيني ږيري مخ دي تور سه

مرور يم تر قيامته

ځه كلونه دي په ګور سه

ځـــوانۍ چــــيري مي كـړې وركه

چېري ولاړې ښـــكلي نجوني

چي ښايســـــتې ونې يې ګــــورم

رانه لـــــيري ځـــــغلي نجـــــــوني

خـــــدايه نــــــــغده مـــي راوړې

پــــــور تــــه نــــه يــــــمه راغــــلى

پنـــــځه ورځـــــي مي زلـــــمى كه

ژوند مــــــي ټـــوله دربخــــــښلى

چــــي بـــــيا زه يم بـــــيا يــاران وي

بيا ســــــبزه وي بيا ګــــلان وي

چــــي بيا مى وي بيا مســـــتان وي

د شـــــــــــــــــرابو رود روان وي

پيالې ســــر پر ســــر تشـــــــېږي

ښاخــــــلې بنــــد پر بند ماتـــــېږي

وينــــــي وار په وار تـــــــودېږي

مـــــرګ او ژوند دواړه هــــېريږي

شـــــرنګ ســـــي پـورته له ربابه

لــــمبه خـــــــــېژي له دريــــــابه

شــــــيخ توبه كــــي له كـــــتابه

پرهــــــېز مات كـــــي له شـــرابه

لــــــه پايــــكوبه د يـــــــارانو

شـــــــپې ســــــي اور د رقـــــــــيبانو

ورځـــــــي تــــــــوري د شـــــيخانو

ژونــــــــد اغــــــزي د غلــــــيمانو

يـــــو د بل په ستـــرګـــــو پايو

زه او يار مـــــــــي لاس تر غــــــاړه

يو په بل كـــــــــي ســــره ورك سو

په يـــــوه هســـــتي كـــــــي دواړه

هــــــــــم ډكـــــېږي هم تشېږي

صــــــُراحي او ګــــــــــيلاسونه

له مســــــــتانو نســــــــكورېږي

د ســـــــرو مُـــــلو ډك جـــــامونه

نازولې ســــــــاقي ګـــــــــــرځي

لـــــــكه څــــانګه د ګـــــــــــلونو

چي خــــــــمار مســــتي يې څاڅي

له سرو ســـــــــترګو له لاســــونو

خدايه سپـــــين وېښته مي واخله

په رګــــــــــو مي كــــــړه اورونه

بس پنــــــــــځه شپې مي زلمى كه

نور در ونيـــــسه كـــــــــلونه

چي تـــــــوبه وي لـــــــه حـــــسابه

زه هــــغسي مســــــتي غواړم

چي پرهـــــېز وي له كـــــــتابه

زه هــــــــغه كـــــــلونه ژاړم

او كـــــــــه دا نه وي خــــــــــالقه

بې اجــــــــــله درنـــــــه ولاړم