غزل
د نمر مخ چې ستا له مخه نه شرمېږي
رحمان باباد نمر مخ چې ستا له مخه نه شرمېږي
ترو دا رنگ يې ولې زېړ زرغون ښکارېږي
دا سپوږمۍ چې نه يې سر شته نه يې پښې شته
په کوم حسن به له تا سره سمېږي
زړه مې يوړو ستا د مخ په رڼا زلفو
بارې غل په سپين سبا کله پټېږي
ستا د زلفو د آبرويو له ورېځې
همگي لړم ماران دي چې ورېږي
مخ دې اور خط دې سبزه ده زه حيران يم
چې سبزه په اور کې څنگه زرغونېږي
اور اوبه سره چا گډ ليدلي نه دي
دا قدرت دی ست په لبو کې نمايېږي
لکه لوند زړوکی تاو کړې نو يې ووځي
ستا له غمه مې رنگ زيړ پوست مې وچېږي
سپوږمۍ هم دا هسې تاو خوري ستا له مخه
چې په هره مياشت کې دوه دوه نيمه کېږي
که قامت دې څوک شمشاد بولي غلط دی
د لرگيو په نرخ سپين زر نه يافتېږي
خم آبروی دې په تاو د زلفو تم شوې
د لړم له نېشه مار ځبله تاوېږي
ودندانو ته دې دُر ويلی نه شم
کاڼی کله د برېښنا په دود ځلېږي
باريک خط يې زلفو لاندې کړ رحمانه!
مورچه گان د شپې له مخه پايمالېږي