نظم د ناسور لپاره بل ډول خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 له ماهي که استخوان کړې په آتش کې يې بريان کړې 02 په آتش کې يې ميده کړې چې يې ښه توره ايره کړې 03 دکونځلو تېل پيدا کړه غه ايره په کې حلوا کړه 04 څه خو پورې په ناسور کړې يوڅو ورځې دا ضرور کړې 05 خدای به روغ کړه ستا ناسور دی شافي دی هم غفور 06 که د چا کدو دانه وي چې يې ورکه بهانه وي 07 منقه، کامبيله گوره هم چارمغز، بابيړنگ وروره 08 مستنجر هم ور سره کړه واړه ښه سره ميده کړه 09 هر يو نيمه شېرشاهي کړه گوړه هم يې همراهي کړه 10 په مقدار د دواړو دا کړه سره گډ واړه گريا کړه 11 درې گولۍ کړه ځنې سازې که وي گردې که درازې 12 ته د شپې نهار څمله يوگولۍ سبا آخله د قاموس مانا × اصلي کلمه