نظم
د ناسور لپاره بل ډول
Khushal Khan Khattakله ماهي که استخوان کړې
په آتش کې يې بريان کړې
په آتش کې يې ميده کړې
چې يې ښه توره ايره کړې
دکونځلو تېل پيدا کړه
غه ايره په کې حلوا کړه
څه خو پورې په ناسور کړې
يوڅو ورځې دا ضرور کړې
خدای به روغ کړه ستا ناسور
دی شافي دی هم غفور
که د چا کدو دانه وي
چې يې ورکه بهانه وي
منقه، کامبيله گوره
هم چارمغز، بابيړنگ وروره
مستنجر هم ور سره کړه
واړه ښه سره ميده کړه
هر يو نيمه شېرشاهي کړه
گوړه هم يې همراهي کړه
په مقدار د دواړو دا کړه
سره گډ واړه گريا کړه
درې گولۍ کړه ځنې سازې
که وي گردې که درازې
ته د شپې نهار څمله
يوگولۍ سبا آخله