نظم

د ناز مېرمنې

ګل پاچا الفت

ورور دې خواري او مزدوري کوي له پلاره سره

تاپه مستۍ کښې امېل وشکاوه له ياره سره

مور دې مېچنې گرزوي خوردې منگي ډکوي

ته سورپېزوان غواړې د سروزروله هاره سره

ده غريبي خواره خواري کور کښې څه نه دي پاتې

مه کوه لوبې له درهم او له ديناره سره

دلته د ښځو په سرخاورې دي دنازمېر منې

تا يارانه ده اچولی دنيا داره سره

خبره نه يې ستا په خويندو ميندو څه تېرېږي

ستا سروکار دی تمام عمر له سينگاره سره

زمونږ له حاله ځان خبر کړه په مونږ زړه وسېزه

د تن جامې سوزي زمونږ ستا له سيگاره سره

عيش و عشرت دومره ډېر پرېږده دوطن مېرمنې

مينه پيدا کړه د خپل کور له کسب وکاره سره

يو زړه په لاس کښې ونيسه نور زړونه مه ځوروه

مناسب نه دی دا خويونه له دلداره سره

په سر او مال چې دوطن خدمتت ته نه وي تيار

مه گوره هېڅ د هغو خلقو له ريباره سره

ورسره مه خانده ! چې خاندي په خوارانو باندې

د ناز خندا کړه دوطن له خدمتگاره سره